د افغانستان د سولې په چارو کې د حکومت ویندوئې میرمن ناجیه انوري نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي،له یوې میاشتې راهسې له طالبانو سره د بین الافغاني ډلو ترمینځ د سولې دخبرواترو د پرمخ بیولوئدڅرنګواليلپاره له بیلابیلو ډلو څخه دیویشت کسیز پلاوي ترمینځ پیل شوي او د خبرواترو لپاره ئې زمینه برابره کړې ده .
ناجیه انوري زیاته کړې طالبانو ډله باید په دغه مهم فرصت او د سولې په خبرو سترګې پټې نه کړي .
د دغه پلاوي غړو د افغانستان پر حکومتاو طالبانو غږکړی په دغه هیواد کې دې اور بند تمدید کړي او هیله ئې ښودلې په نزدې راتلونکي کې په دغه هیواد کې د جنګ دپاي او دسولې د خبرواترو د پیلیدا شاهدان ووسو .
د طالبانو درې ورځنی اور بند چې د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت ئېاعلان کړیاو نن ئې وروستۍ ورځ ده د اشرف غني او افغان ډلو ټپلو له خوا ئې تود هرکلی شوی او دا ئې د افغانستان د ثبات او سولې لپاره نیک ځیری بللی دی .
راډیو تهران