IQNA

د بقیع زیارت څرنګه جوړ شو او برخلیک یې څه شو؟ + فلم

21:21 - May 30, 2020
د خبر لمبر: 3483194
تهران (ایکنا) - د بقیع د امامانو لپاره یوه ضریح د قاجار په مرسته او د ایراني خیرینو په هوډ سره د ناصري په وخت کښې جوړ شو، دا ضریح په اصفهان کښې استاد حاج عباس فولادساز جوړه کړې وه.

فطرس میډیا د اتم شوال چې د آل سعود له لاسه د بقیع هدیرې د ویجاړولو ورځ سره سمون لري، په مناسبت په یو فلم خپور کړی دی، د حاج محمد فولادګر له نمسو یو کس حاج عباس چې پخپله هم له ضریح جوړونکو څخه دی د نیکه په لاس د بقیع د ضریح د جوړولو په اړه ویلې دي.
د جرمني انځورګر او انجنیر ارنست هولستر، په اصفهان کښې د ضریح د جوړیدو د پایې په وخت کښې، له دغه ضریح انځور اخیستلی و چې اوس په جرمني کښې شتون لري هغه د انځور شاته لیکلي: د مدیني لپاره له فولادو دروازه، ۱۸۹۳ کال، اصفهان».
د اصفهان په سید جومات کښې د سید شفتي ضریح سره د بقیع د امامانو له ضریح د انځور تطبیق زیات یو شان والي دغه دواړه هنري اثر لري. ویلې کېږي د سید جومات یوه برخه د ضریح د جوړولو ځای و.
وهابیانو د بقیع ضریح په ۲۴ کال کښې ویجاړه کړه، خو د دې ضریح په شان یوه بله ضریح اوس هم د اصفهان په سید جومات کښې شتون لري.


3902017

captcha