IQNA

د لومړي ځل لپاره د انګلیس له میدنهد جومات څخه د اذان خپریدل

0:25 - June 01, 2020
د خبر لمبر: 3483198
تهران (ایکنا) - د لومړي ځل لپاره د انګلیس په شرق جنوب کښې د میدنهد ښار له جومات څخه د اذان غږ خپور شو.

له میدنهد ادورتاپزر څخه په نقل، د لومړي ځل لپاره د انګلیس په شرق جنوب کښې د میدنهد ښار له جومات څخه د اذان د غږ له خپریدو سره یوه تاریخي پیښه ترسره شوه.
دا اقدام د دغه سیمې له مسلمانانو سره د پیوستون څرګندولو او د کورونا د مخینوي لپاره د دې جومات د بندیدو وروستو ترسره شو.
د دې جومات مدیر صغیر احمد، په دغه تش جومات کښې له سپیکر څخه نن ماسپخین اذان خپور کړ.
د تماشې لپاره تقریبا ۶۰ محلي کسان په خپلو ګاډو کښې راغلل او د جومات شاوخوا ته را غونډ شول او دا اقدام د دغه ښار د اسلامي شورا او د میدنهد ښار د شورا په همغږۍ سره ترسره شو.
د میدنهد ښار د شورا مشر دیود کاپینګر وویل: ډیر خوشحاله یم چې مونږ په دغه کار کښې مرسته وکړه، سږکال، د رمضان میاشته د دې سیمې مسلمانانو لپاره ډیره سخته میاشته وه او زه هیله لرم چې په دې سیمه کښې د اذان خپریدل دا سیمه څه خوشحاله کړه.
3902244

captcha