IQNA

حضرت امام خمینی عارف مجتهد وو

0:48 - June 03, 2020
د خبر لمبر: 3483212
تهران (ایکنا) - اسلامی انقلاب له درستو بایکاټونو او ګواښونو سره سره د استکباری نظام په وړاندې د خپلواکۍ ، دریدا او مقاومت په بیلګې او سمبول بدل شوی دې .

 ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقرقالیباف نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کې د نړۍ درستو پتیالیو ته د حضرت امام خمینی رح د کلیزې د تسلیت په وړاندی کولو سره زیاته کړه اسلامی انقلاب له درستو بایکاټونو او ګواښونو سره سره د استکباری نظام په وړاندې د خپلواکۍ ، دریدا او مقاومت په بیلګې او سمبول بدل شوی دې .

د ایران د اسلامی شورا مشر وویل بی شکه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای تر لارښونو لاندې د امام خمینی رح د مکتب په مدار حرکت به په نړۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پیاوړی کیدا سبب شی .

سبا د غبرګولی څوارلسمه چی د جون له دریمې نیټې سره سمون خوری د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح د رحلت له ۳۱ کلیزې سره برابره ده .

تهران راډیو

captcha