د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني د کلیزې په مناسبت په ټلویزیون کښې په ژوندۍ وینا کښې د امریکا د پولیسو په لاس د امریکایی تور پوستی قتل ته په اشارې سره د امریکا د نن ورځو روانې پیښې د دغه هیواد پټې ساتلې شوی پیښو جوتیدا وبلله .
اسوشیټډپریس د رهبرۍ د ستر مقام د دغو ویناو د یوې برخې په اړه ولیکل حضرت ایت ا... خامنه ای د جارج فلویډ د قتل په اړه په واشنګټن د بشری حقوقو په مسایلو کې د غولونکیو سیاستونو د غوره کولو په دلیل نیوکه وکړه .
فرانس پریس اژانس هم د رهبرۍ د ستر مقام دغو ویناو ته په اشارې سره چی د امریکا دخلکو د دغو ورځو شعار ساه نشم اخیستلې دې ، ولیکل حضرت ایت ا... خامنه ای وویل دا کومه نوی خبره نده ، دا د امریکا طبیعت دې ، داهغه کار دې چی امریکایانو له درستې نړۍ سره کړې دې .
د رهبرۍ د ستر مقام ویناو همداراز د اسپانیا په شمول د نړۍ په نورو رسندویو کې هم پراخ انعکاس درلودلی دې .