له مصر د قرآن ستر قاري عبدالباسط محمد عبدالصمد سلیم داوود، د قرآن کریم په تلاوت کښې ځانګړۍ توان لرلو. دې قاري په ټولې نړۍ کښې بې شمیره مقلدان او طرفدار لرل. هغه په مصر کښې د قرآن کریم د حافظانو او قاریانو د اتحادیې لومړۍ مشر و.
د عبدالباسط ښکلې غږ به هر اوریدونکي باندې اثر کولو، هغه په ۱۹۲۷ کال کښط د مصر په ارمنت کښې زیږیدلی و او د ۱۹۸۸ کال د نومبر میاشتې په ۳۰ نیټه په ۶۱ کلنۍ کښې ومړ.
په دې ویډیو کښې د مصر دغه مشهور قاري په پاکستان کښې ۳۳ کال وړاندې په ۱۹۸۷ کښې په ښکلې غږ کښې له سوره واقعه تلاوت وړاندې کوي.