IQNA

د هندوستانی فوځیانو په برید کې د کشمیري ځوانانو وژل کېدا

23:51 - June 08, 2020
د خبر لمبر: 3483236
تهران (ایکنا) - هندي ځواکونو یو ځل بیا په کشمیر کې نظامي عملیات پیل کړي چي په ترڅ کې یې ۹ کشمیري ځوانان وژل شوي دي.

هندي ځواکونو په کشمیر کې د یو نظامي عملیات په لړ کې د شوپیان په سیمه کې کورونه وران کړي او ۹ کشمیري ځوانان یې وژلي دي.

په دغه عملیات کې ۳ هندي نظامیان هم ټپیان شوي دي.

هندوستان د تېرو لسو میاشتو راهیسې د کشمیر د خودمختاری په لغوه کولو او د نظامي حکومت په اعلانولو سره په کشمیر کې د مسلمانانو د نفوس د جورښت د تغییر په لټه کې دی.

هندوستان به تېرو دریو لسیزو کې ۱۰۰ زره کشمیریان یې وژلي او ۱۰ زره یې لادرکه کړي دي.

تسنیم

captcha