IQNA

امریکايي فوځیان له افغانستان څخه نه وځي

16:38 - June 11, 2020
د خبر لمبر: 3483248
تهران (ایکنا) - د امریکایي ترهګرو ځواکونو د مرکز قوموندان وایي: طالبانو هغه شرطونه چي پر اساس یې امریکایي فوځيان له دې هیواد څخه ووځي، پر ځای کړي نه دي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د څارنې تر ټولو جګپوړی قوماندان وايي، طالبانو هغه شرطونه په ځای کړي نه دي چې د فبرورۍ د نهه ویشتمې نېټې په موافقه کې یې د هغو د عملي کولو ژمنه کړې وه او پر اساس یې له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان له دې هیواده وځي.

د امریکایي ترهګرو ځواکونو د مرکز قوماندان جنرال فرانک مکنزي د چهارشنبې په ورځ وویل، امریکا ژمنه کړې وه چې تر جولای وړاندې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۵۰۰ ته راکمه کړي او دا کار یې تر مهالوېش وړاندې کړی دی.

دغه امریکایی جنرال ټینګار وکړ چې د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې د ټولو امریکايی پوځیانو ایستل د شرطونو له پوره کولو سره تړلي دي.

مکینزي وویل «شرطونه دا دي: ایا موږ ډاډ ترلاسه کولی شو چې له دې ځایه (افغانستانه) بیا پر موږ حملې نه کېږي؟ او که اوس له ما وپوښتئ، په صداقت ویلی شم چې دا شرطونه عملي شوي نه دي.»

دا په داسي حال کې دی چي طالبان بیا پر امریکایانو تور لګوي چي پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي.

اکثره افغان کاربوهان په دې باور دي چي د افغانستان د سولي په پروسه کې امریکا دوه ګوني چلند غوره کړې ځکه نه غواړي په دې هیواد کې جګړه پای ته ورسیږي او له دې هیواد څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

تهران پښتو راډیو

captcha