د سعودي عرب یو ستر چارواکي خبر ورکړ چې دغه هیواد د کورونا د ناروغۍ په وجه د سږ کال د حج لپاره د یو څو اړخونو څیړنه کوي.
دا څرګندوي په داسې حال کښې شوې چې په سعودي عربستان کښې په کورونا د ککړو شیمر تر یو لک کسانو زیات شوی دی.
د عربستان چارواکو په یو خبر کښې په ټو کیو کښې د ۲۰۲۰ المپیک په ځنډولوؤ، دوی په زیاتیدونکي توګه د احتیاطي ګامونو اخیستو لپاره فشار راوړي.
دې چارواکي چې نوم یې نه دی ښودلی د انګلیس په ټایمز فاینشال ورځپاڼې ته وویل دا مسئله په دقت سره کتلې کېيږي او بیلابیل اړخونو څیړنه کېږي. له دغه اړخونو یو اړخ د حجیانو په شمیر کښې لږوالی دی. هغه زیاته کړه: ټول اړخونه پر میز دي خو ترټولو مهمه د حاجیانو روغتیا ده.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و چې له سعودي چارواکو سره به د سږ کال د حج مراسم د لغو کولو په اړه مشوره کوي، خو عربستان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلې.
3904434