IQNA

الکاظمي

د آیت الله سیستاني فتوی په عراق کښې د داعش لاسونه پریکړ

10:56 - June 14, 2020
د خبر لمبر: 3483255
تهران (ایکنا) - له ترهګرو سره د مقابلې لپاره د دیني مرجعیت حضرت آیت الله سیستاني فتوی شپږمې کلیزې په مناسبت وویل شپږ کاله وړاندې په یو دارنګه ورځ، د عراق دیني مرجعیت د داعش د پرمختګ مخه ونیوله او د دغه ترهګرې ډلې ماهیت یې څرګنده کړ.

د عراق وزیراعظم مصطفی الکاظمي بیګا د الحشد الشعبي په نوم د ولسي مبارز ځواک د جوړیدو د شپږمې کلیزې په مناسبت وویل: د حضرت آیت الله سیستاني د جهادِ کفايي مبارکه فتوا د ملي پالنې د روحیې او د وطن په دفاع کښې د ولسي ګډون د غورځنګ په لاره کښې د بدلانه پیچومې او د یو مسئولانه بدلون نښه وه.
الکاظمي څرګنده کړه چې د دغې فتوا له صادریدو وروسته د عراق خلکو بې له ځنډه پرله پسې بریاوې ترلاسه کړې، داعش ته یې شرمونکې ماتې ورکړه او د عراق ټوله خاوره او ښارونه یې د ترهګرو له شتونه پاک کړل.
حشد الشعبي ځواک چې د شیعیانو د عالیقدره مرجع آیت الله سیستاني په فتوا سره په ۲۰۱۴ کال کښې جوړ شو، په عراق کښې داعشي ترهګرۍ ته په ماتې ورکولو کښې یې مهم رول لوبولې او اوس هم د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د داعش له پاتې عناصرو سره په مبارزه کښې مخکښ دی.
د عراق وزیراعظم وویل: د آیت الله سیستاني فتوا د داعش د پرمختګونو مخه ونیوله او د عراق د خرابولو او د ډیکټاټورۍ نظام د سلطې د راستنولو لپاره یې د دغې ډلې تورې نقشې له ماتې سره مخامخ کړې.

captcha