IQNA

مصري قاري عبدالفتاح مدکور وفات شو

13:41 - June 16, 2020
د خبر لمبر: 3483261
تهران (ایکنا) - د مصر او د اسلام او عربي نړۍ مشهور قاري شیخ عبدالفتاح مدکور محمد بیومی، په ۸۸ کلنۍ عمر کښې له نړۍ سترګې پټې کړي.

دا مصري قاري د ۱۹۳۲ کال د اګست په ۲۸ نیټه د مصر د جیزه ولایت په ابوالنمرس په کلي کښې زیږیدلی و او پلار یې د قرآن حافظ و.
عبدالفتاح مدکور په مصر او اسلامي نړۍ کښې د قرآن کریم او د قرائت د علمونو مشهور استاد و، دوي د خپل کلي په مکتب کښې قرآن کریم حفظ کړی و.
د عبدالفتاح مدکور پلار د مصر د شرعي انجمن له غړو څخه و او بچي یې نه کیدل او بچي به یې له پیدا کیدو څخه وروستو مړه کیدل هغه د زوي لپاره له الله څخه ډیره دعا وغوښتله او خدای هغه له دا زوي ورکړ.
د شیخ مدکور د پلار له قوله که ماشوم یې زوي یا لور وي نو هغه به قرآن ته نذر کړې تر څو خدای هغه ته عبدالفتاح ورکړ.
د قرآن د انجمن غړي شیخ قطب سلیمان، د هغه په غوږ کښې اذان او اقامت وویل او د شیخ قطب په مشوره یې د هغه نوم عبدالفتاح کیښود.
د عبدالفتاح پلار د هغه په څلور کلنۍ کښې هغه د کاکا شیخ حسن بیومی په مکتب کښې د قرآن کریم د حفظ لپاره داخل کړ. چې دې مصري قاري په یولس کلنۍ کښې قرآن حفظ کړ.
3905202

captcha