IQNA

په شمالي مالي کښې د القاعدې د مشر وژنه تایید شوه

10:15 - June 20, 2020
د خبر لمبر: 3483276
تهران (ایکنا) - ترهګرې ډلې القاعده د دې ډلې د مشر عبدالمالک دروکدال وژنه په شمالي مالي کښې تایید کړه.

له القدس العربي خبري آژانس څخه په نقل، د فرانس لخوا د میلادي کال د جون میاشتې په پیل کښې القاعدې د ترهګرې ډلې د الجزایر مشر د عبدالمالک دروکدال په شمالي مالي کښې د وژنې خبر ورکړی و چې القاعدې پرون، د دغه مشر د وژنې خبر تایید کړ.
الاندلس نومې موسسې چې د القاعده ترهګره سازمان له اطلاع ورکونکې ادارې سره تړون لري، پرون په یو غږیز پيغام کښې د عبدالمالک دروکدال په شمالي مالي کښې د وژنې خبر ورکړ.
د القاعدې یو مشر چاروکې ابو عبدالاله احمد، د دروکدال د وژنې خبر په تایید کولو سره، فرانس او د دغه سیمې نور هیوادونه ګواښ کړي چې د دوي په خلاف به جنګ ته دوام ورکړي.
له دې مخکې، د فرانس د دفاع وزیر فلورنس پارلي په شمالي مالي کښې په پوځي علملیاتو کښې د دروکدال د وژنې خبر ورکړی و.
3905595

captcha