سید عباس موسوي وویل: په داسې حال کښې چې د امریکې رژیم له خپلو خلکو څخه د سا اخیستو حق اخیستی دی او صلحه ایز اعتراضونه په بوږنونکي ډول ځپي، په اروپا کښې د بشري حقوقو د تش په نامه مدافعانو چپتیا یوځل بیا د هغوي دوه مخې توب، ریاکاري او دوه ډوله معیارونه نندارې ته وړاندې کړل.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تیره پنجشنبه هم په یو ټویټ کښې په امریکا کښې له معترضانو سره د روان سلوک څرنګوالي ته په اشارې سره ټینګار وکړ: اوس وخت دی چې نړۍ په امریکا کښې دننه او بهر د بشري حقوقو په لړ کښې له دغه رژيمه په ځواب اخیستو تمرکز وکړي.