IQNA

عمران خان:

په اسلامي هیوادونو کښې د غرب کلتوري یرغل په زیاتیدو دی

9:13 - June 21, 2020
د خبر لمبر: 3483278
تهران (ایکنا) - د پاکستان وزیراعظم په اسلامي هیوادونو کښې د غرب د کلتوري یرغل د پراختیا په هکله خبرداری ورکړ.

عمران خان پرون په یوه وینا کښې غربي کلتوري یرغل د پاکستان خلاف ترټولو خطرناک جنګ وباله او ویې ویل: د لویدیځ کلتور پراخ نفوذ او د اسلامي هیوادونو په تیره بیا د پاکستان په ځوانانو یې نیغ په نیغه اغیزشیندنه د ځايي کلتور د نابودۍ سبب کیږي.
د پاکستان وزیراعظم د غربي کلتور د پراخ نفوذ په وړاندې د خپل هیواد د خلکو په هوښیارۍ باندې په ټینګار سره زیاته کړه: پاکستاني چارواکي او مسئولان دنده لري چې د ځايي کلتور د ساتلو او د دښمن د فرهنګي او کلتوري یرغل سره د مقابلې لپاره له ټولو موجودو وسایلو او امکاناتو کار واخلي.

Ary News

captcha