IQNA

نیواکګرو ته د حزب الله پیغام: موږ توان لرو چې د نیول شوي فلسطین ژور ځای په نښه کړو

12:57 - June 21, 2020
د خبر لمبر: 3483279
تهران (ایکنا) - د لبنان د حزب الله مشر به یو غږیز پیغام کښې صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړ چې مقاومت نه یواځي تل آویو، بلکې دا توان لري چې د نیولي شوې فلسطین هر یو ګوټ خپل هدف وګرځه وي.

له العالم څخه په نقل، د لبنان د مقاومت پوځي اطلاع رسونکې ویبپاڼې په دوو ژبو عربي او عبري کښې یوه ویډیو د «کار تمام شوی دی»تر عنوان لاندې خپرولو سره صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړ چې حزب الله د نیول شوي فلسطین ژور ځای په نښه کولی شي.
د لبنان د حزب الله مشر په دغه غږیز پیغام کښې وویل: مونږ نن نه یواځي دا چې توان لرو تل آویو خپل هدف وګرځه و بلکې دا توان لرو چې د نیولي شوي فلسطین هر ګوټ خپل هدف وګرځه و.
سید حسن نصر الله ټینګار وکړ چې صهیونیسټي رژیم که هر څومره هڅه وکړې خو نشي کولی چې د مقاومت د پوځي پرمختګ مخه ونیسي او کار یي تمام شوی دی.
3905860

captcha