د کورونا وایرس د خپرېدو له هماغه پیله د دې وبا د مخنیوي لپاره د درملو او یا واکسین د جوړېدو هڅې کېږي.
د بریتانیا او سویډن د درمل جوړولو یوې کمپنۍ ویلي د کورونا واکسین ازمېښت یې پیل کړی دی.
د استرازنکا کمپنۍ یوه مشر پاسکال سوریوت وویل چې پر انسان د دې واکسین د ازمېښت درېم پړاو یې په بریتانیا کې پیل کړی دی.
ده ویلي چې دا واکسین به ښايي انسان ته د یوه کال لپاره د کورونا وایرس په وړاندې مصونیت ورکړي.
د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون په دې واکسین څېړنه کوي.
خو استرازنکا کمپنۍ وايي چې که د دوی له لوري پیل شوي ازمېښتونه بریالي شول، واکسین به د اګست یا سپټمبر په میاشت کې راوباسي.
د چین یوې کمپنۍ هم ویلي چې ممکنه ده د سږ کال تر مني پورې د کورونا واکسین جوړ کړي.
د اې بي سي نیوز د راپور له مخې، د کمپنۍ یو اجرايي مشر وايي چې پر انسان د واکسین د ازمېښت وروستی پړاو به تر مني پورې بشپړ کړي.