IQNA

د ایران او د افغانستان د اړیکو په پراختیا ټينګار وشو

11:16 - June 22, 2020
د خبر لمبر: 3483285
تهران (ایکنا) - د افغانستان د رفاه ملي ګوند مشر محمد حسن جعفري له ایران اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړتیا ټینګار وکړ.

محمد حسن جعفري نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل ایران ته د افغانستان د حکومت د لوړرتبه پلاوي سفر د تاریخي او د پیاوړي  اړیکو د پیاوړتیا او د ناوړه تفاهمونو د لیري کولو په لړ کښې یو(۱) مهم ګام دی .

د افغانستان د رفاه ملي ګوند مشر محمد حسن جعفري د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا تفرقه اچونکو لاسوهنو ته په اشارې سره وویل د ایران او د افغانستان اړیکې پیاوړي او د خرابیدا وړ نه دي او د امریکا لاسوهنې دغه اړیکې نشي خرابولی .

هغه جوته کړه د افغانستان د خارجه وزارت د سرپرست محمد حنیف اتمر په مشرۍ د کابل د حکومت پلاوی تهران ته په سفر کښې د ایران او د افغانستان ترمینځ د ملګرتیا په ترټولو مهم سند غور کوي او د دغه سند په نهايي کیدا سره د دواړو هیوادونو اړیکې له مخکې څخه زیاتې ښې کیدلی او پیاوړي کیدلی شي .

د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د افغانستان د حکومت لوړرتبه پلاوی پرون تهران ته راغلی او له خارجه وزیر جواد ظریف او د ملي امنیت د لوړې شورا له مشر علي شمخاني سره یې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وکړې .

تهران راډیو

captcha