IQNA

د صهیونیسټ ځواکونو د الاقصی جومات خطیب ونیولو

22:38 - June 22, 2020
د خبر لمبر: 3483288
تهران (ایکنا) - صهیونیسټي رژیم وسله والو نن په نیولې شوي قدس کښې د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري ونیولو.

له الجزیزه څخه په نقل، د صهیونیسټي رژیم وسله والو نن د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري له کور څخه ونیولو.
د راپور له مخې، د صهیونیست وسله والو ځواکونو په نیولې شوې قدس کښې د شیخ عکرم صبري په کور باندې برید وکړ او هغه یې ونیولو.
د شیخ عکرمه د کورنۍ یو غړي چې غوښتنه یې کړې نوم یې څرګنده نشي آناتولي خبري آژانس ته وویل: د اسرائیلو اطلاعاتي ځواکونو په الصوانه کوڅه کښې د شیخ په کور برید وکړ او بیا یې بې له څه دلیل او وضاحته شیخ عکرمه ونیولو.
دا څوم ځل دی چې د رژيم صهیونیسټ اطلاعاتي ځواکونه شیخ صبري نیسي، د مسجد الاقصی خطیب د دې کال په وروستۍ جنوري میاشته کښې هم تر څلورو میاشتو بندي و.
3906326

captcha