IQNA

په ملي خبرو اترو د آیت الله قبلان ټینګار

12:39 - June 23, 2020
د خبر لمبر: 3483289
تهران (ایکنا) - د لبنان د شیعیانو د اسلامي سترې شورا مشر آیت الله عبدالامیر قبلان په یوه بیانیه کښې د ژوند د خراب حالاتو، اقتصادي بحران او د دغه هیواد د ملي اسعارو ارزښت د کمیدلو په اړه خبرداری ورکړ او له فرقه ایز او تعصب څخه لري د ملي خبرو اترو پر ضرورت یې ټینګار وکړ.

له المنار خبري چینل څخه په نقل، شیخ عبدالامیر قبلان دې ته په اشارې سره چې معیشتي او اقتصادي حالات او همداشان د ملي اسعارو ارزښت کمیدل د ټولنې عمومي نظم لپاره د ګواښ او اندیښنې باعث دی وویل: د لبنان چارواکې باید د هیواد او سیمې وضعیت درک کړي، ځکه چې دوي پخپله د دې بحران د پایلو مسؤل دي او پکار دی د ملي حل لارو ترلاسه کولو لپاره، په کاخ بعبدا کښې د ملي خبرو اترو د هدف تر عنوان لاندې غونډې او مشورې وکړي.
هغه وویل: لبنان له سختو حالاتو سره مخ دی او د دې هیواد چارواکي باید سیاسي اختلافات او تاوتریخوالی او شخصي ګټې څنګ ته کړي او خپل ملي مسؤلیت ترسره کړي او له فرقه ایز او تعصب څخه لري وسي.
آیت الله قبلان زیاته کړه: مسؤلان باید د هیواد او د لبنان د خلکو ګټو ته له ټولو سیاسي ګټو څخه پورته پام وکړي. هرڅوک مکلف دی چې د خبرو او مشورې له لارې د ملي یووالي او د سیاسي او اقتصادي امنیت لپاره او د لبنان د ساتنې لپاره هڅه وکړي او په لبنان کې د امنیت او ټولنیز ثبات ترلاسه کولو لپاره، د دښمنانو د فتنې مخه په جدي توګه ونیسي.
3906223

captcha