د ننګرهار د والي دفتر په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل د داعش د تکفیري ترهګرې ډلې دغه دوه (۲) مشران نعمت الله او سید الرحمان پرون په بهسودو ولسوالۍ کښې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې نیول شوي دي .
له تیرو دریو (۳) میاشتو راهسې تراوسه د عبدالله اورکزي چې په اسلم فاروقي مشهور دی په شمول د داعش د ترهګرې ډلې په لسګونو مهم مشران د افغانستان د امنیتي ځواکونو په پیچلیو عملیاتو کښې نیول شوي دي .
داعش ترهګرې ډلې د امریکا او سعودي عربستان وغیره په ملاتړ سره په تیرو کلونو کښې په افغانستان کښې زیات جنایتونه کړي دي چې د زرګونو خلکو د مړینې او د وژلې سبب شوي دي .