د پاکستان د باندنیو چارو وزارت پرون مازیګر په یوې (۱) خبرپاڼه کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د اسلام اباد په رول باندې د واشنګټن په سترګو پټولو خواشینۍڅرګنده کړه او ویې ویل پاکستان د ترهګرو ډلو تر نابودۍ پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي .
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي امریکا په داسې حال کښې پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره د امن ځای په توګه ګڼي چې واشنګټن د داعش ترهګرې ډلې ملاتړی دی او اسلام اباد د ترهګرو ډلو لخوا له جدي ګواښ سره مخ دی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه (۱) راپور کښې ادعا وکړه چې پاکستان هماغه راز د ترهګرو ډلو امن پناه ځای دی او دغه ترهګرې ډلې د اسلام اباد په ملاتړ سره د افغانستان او د هندوستان په خاورو بریدونه کوي .