العربی الجدید خبری سایټ راپور ورکړی ،د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ یوه مشرجواد الطلیباوي د عراق د حزب ا...کنډکونو په مرکز د ترهه ګرو امریکائي پوځیانو حمله له اور سره لوبه بللې او ددغو د خطرناکو پایلو په باب ئې خبرداری ورکړی دی .
د عراق د حزب ا.. کنډکونو په مرکز د دغه هیواد له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د ځواک په ملاتړ سره د امریکا ترهه ګرو عسکرو حملې ددغه هیواد د سیاسی لورو او ډلو ټپلو پراخ عکس العملونه درلودلي دي .
د عراق په پارلیمان کې د حکمت بهیر استازي حسن فدعم هم وئیلي دي،د الحشد الشعبي مبارز ځواک په مرکزحمله او د یوشمیر مامورانو نیولل ،یو لموسونکی اقدام دی او په ځان پسې به ښې نتیجې ونه لري .
دا په داسې حال کې دی چې د ټولنیزو چینلونو زیات شمیر کارونکو هم د :مجاهدین دمونږ سره کرښه ده : په څير په هشتګونو سره له الحشد الشعبي ولسي مبارز ځواک څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ ی دی .
د امریکا ترهه ګرو پوځیانو نن سهار وختي د عراق د بغداد په الدوره سیمې کې د عراق د حزب ا... کنډکونو په مرکز د امریکا تر نظر لاندې دعراق له ترهه ګرۍ سره د مبارزې دځواک په ملاتړ سره او په څلویښتو زغرګاډو سره حمله کړې او د کتائب حزب ا.... غورځنګ لږترلږه دیارلس قوماندانان او ماموران ئې نیولی او له ځان سره بیولي دي .
دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو دغه اقدام الحشد الشعبي ولسي مبارز ځواک د سخت غبرګون او دبغداد شنې سیمې ته ددغه ولسی مبارز ځواک د واریدیدو لامل شو .
وروستي راپورونه ښئ چې د الحشد الشعبي ځواک په جدي غبرګون پسې دغه نیول شوي ماموران خوشي شوي دي .