په دغه بیانیه کښې راغلي په هیواد کې د څو لسیزو جګړو، ناخوالو او تباهیو د ختمیدو په موخه افغان حکومت په هیواد کې د یوې تل پاتي سولې د ټینګښت لپاره تل وسلوالو مخالفینو ته بلنه ورکړي ترڅو جنګ او تاوتریخوالی پریږدي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي او په دې تړاو یې په ملی او نړیواله کچه د اسلامي هیوادونو په مرسته په وار وار سره ناستي او کنفرانسونه هم په لاره اچولي تر څو زمونږ ولس د یو سوکاله آو آرامه ژوندانه خاوندان شي.
چې د همدغو هلو ځلو په ترڅ کې په افغانستان کې د یوې تلپاتي سولې په موخه طالبانو او امریکې د قطر په پلازمینه دوحه کښې په د سولې خبرې اترې وکړي چې په د دغه خبرو اترو په نتیجه کښې طالبانو او امریکې یوه موافقنامه لاسلیک کړه. چې د یادې موافقتنامې له مخې به امریکايی د یو مهال ویش له مخې له افغانستان څخه وځي، طالبان به تاوتریخوالی کموي، افغان دولت به د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان آزادوي او په مقابل کې به طالبان هم د افغان ځواکونو ۱۰۰۰ تنه بندیان له خپلو بند خونو څخه آزادوي او له هغه وروسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبري پیلیږي، خو له بده مرغه چې طالبانو د یادې موافقتنامې له مخې خپلو تعهداتو ته ژمن ندي پاتي، ځکه چې دوي نه یوازې تاوتریخوالي کم نکړ، بلکې هره ورځ یې په بریدونه کې زیات والی راوستی دی، او بل مقابل افغان حکومت تل دوي ته د سولې د خبرو اترو په موخه د اوربند وړاندیز کړي او په دغه لړ کې له ۳۰۰۰ زرو زیات طالبان بندیان هم له بنده آزادی کړي دي.
بیانیه په اخیره کښې زیاته وي: د هیواد ټول دینی علما او ولس یو ځل بیا په حکومت او طالب غږ کوي چې نور دې له جګړي او وروروژني څخه لاس واخلي او دغه فرصت چې په هیواد کې د یوې تلپاتي سولې د ټینګښت په موخه لاسته راغلي ورڅخه ګټه پورته کړي او د افغان ولس د سولې غږ ته دې لبیک سره ووایي ځکه چې د قرآني آیاتو له مخې په سوله کې خیر دی، او نړیوالې ټولني څخه مو هم غوښتنه دا ده چې د افغانستان د سولې په اړه له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونکړي، ځکه چې په افغانستان کې د سولې ټینکښت په سیمه کې د سولې ټینکښت دی.