دWorldometers» ویب سایټ د احصائیو له مخې په ټوله نړۍ کښې په کوویډ-۱۹ وایرس د ککړو کسانو شمیر د لسو میلیونو له حده واوړیده او لاهم مخ په زیاتیدو دی.
په عین حال کښې په نړۍ کښې د کرونا له امله د مړو شمیر هم ۵ لاکو ته نزدې شوی او د وروستیو رپورټونو له مخې ۴ لکه او ۹۹ زره کسان د دې وبا له امله مړه شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم تیره جمعه داده شو چې لاهم د نړۍ ۹۰ فیصده خلک د کرونا وایرس په وړاندې زیان منونکي او له خطر سره مخامخ دي.