دافغانستان د تخار ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې وسلوالو طالبانو د افغان حکومت ۲۱ پوځیان خوشي کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ماښام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې چې له دغو کسانو سره یې یوه اندازه مالي مرسته کړې او خپلو کورنیو ته یې سپارلې دي.
د طالبانو ځینو سرچینو دا هم ویلې له دې یوه ورځ وړاندې مو په بدخشان کې هم ۳۴ عسکرله بنده ازاد کړې دي.
طالبان وایي، تر اوسه مو له شپږ سوو ډېر زندانیان ازاد کړي او افغان حکومت هم د دوی نږدې څلور زره زندانیان ازاد کړې دي.
افغان حکومت د طالبانو له خوا د زندانیانو د ازادیدو هر کلی کوي، خو پر دې کلکې نیوکې کوي چې طالبانو ولایتونو کې تاوتریخوالي ته بیرته زور ورکړی دی.
بل لورته ځینو سرچینو ویلي چې په نږدې ورځو کې به افغان حکومت هم د وسلوالو طالبانو ځینې زندانیان له افغان زندانونو ازاد کړي.