IQNA

د عراق امنیتی شنونکی د داعش ترهګرو لخوا ووژل شو

12:51 - July 07, 2020
د خبر لمبر: 3483361
تهران (ایکنا) - د داعش ترهګرې ډلې د عراقي سیاسي چارو کارپوه هشام الهاشمي د وژنې مسؤلیت منلی دی.

د دوشنبې ماښام، د جولائی په اوومه، د عراق د کورنیو چارو د وزارت ویندوي سعد معن په بغداد کې د امنیتی چارو د کارپوه هشام الهاشمي وژنه د وسله والو لخوا تایید کړه.
یوې امنیتي سرچینې وویل چې دوه موټرسایکل سپرو وسله والو په زیونة کې د خپل کور مخې ته د الهاشمي په سر او سینه ډزې کړې وې.
دې خبرې سرچینې څرګنده کړه: الهاشمي د زخمونو د شدت له امله په ابن النفیس روغتون کې ومړ.
۴۷ کلن هشام الهاشمي د افراطي وسله والو وګړو او امنیت پورې د اړونده چارو کارپوه و چې په دې اړه یې بې شمیره څیړنې لرلې.
3909079
https://iqna.ir/fa/news/3909079

captcha