IQNA

بې بنیاد تورونه او درواغ د امریکا د بهرني سیاست اصول دي

21:54 - July 10, 2020
د خبر لمبر: 3483370
ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي یمن ته د ایراني وسلو د لېږد په اړه د امریکا د خارجه وزارت د ادعاو په غبرګون کې وویل: امریکا ویني چي په نړیوال ډګر کې او د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ایران په وړاندې د وسله ایزو بندیزونو په غزولو کې ناکامه شوې.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي یمن ته د ایراني وسلو د لېږد په اړه د امریکا د خارجه وزارت د ادعاو په غبرګون کې وویل: امریکا ویني چي په نړیوال ډګر کې او د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ایران په وړاندې د وسله ایزو بندیزونو په غزولو کې ناکامه شوې نو اوس بیا د بې بنیادو تورونو په لګولو او په دروغ ویلو سره هڅه کوي چي د ایران په وړاندې خپل د فشار خبیثانه سیاست مخ ته بوځي.

موسوي دې ته په اشارې سره چي امریکا او سعودي عربستان د یمن د محاصرې د امله په دې هیواد کې د زرګونو کسانو د وژل کېدو سبب ګرخېدلي وویل: امریکا او سعودي د دې پر ځای چي په یمن کې د خپلو جنایاتو په اړه ځواب ووایي هڅه کوي چي پر نورو هیوادونو باندې د بې بنیادو تورونو په لګولو سره خپل جنایاتونه پټ کړي او د مسئولیت نه یې اوږه خالي کړي.

دا په داسي حال کې دی چي سعودي د امریکا په ملاتړ او د امارات په ملګرتیا د ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا یمن یې اشغال کړی دی.

3909601

captcha