IQNA

د امریکا د ډیموکراټ ګوند کاندید له ټرمپ مخکی شوی

20:28 - July 16, 2020
د خبر لمبر: 3483395
تهران (ایکنا) - د یوې (۱) نوي نظر سنجې پراساس د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ډ ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن د ریپبلیکن ګوند له سیال کاندید ډونالډ ټرمپ څخه پینځلس (۱۵) فیصده مخکی شوی دی .

د کوئیني پیاک(Quinnipiac) پوهنتون د عمومي نظر سنجې پراساس په امریکا کښې په کورونا ویروس د خلکو د ککړیدا د شمیر له زیاتیدا او د کارروزګار د  بیرته پرانیستلو لپاره د حکومت له شاتګ کولو سره په یو وخت د روان میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له اوسني ولسمشر ټرمپ سره د ډیموکراټ ګوند د کاندید جو بایډن واټن زیات شوی دی .

د دغه نظر سنجې پراساس چې نتیجې یې پرون خپرې شوې دوه پنځوس (۵۲) فیصده رایو ورکونکو چې نومونه یې ثبت کړي دي په اوسني ولسمشر ټرمپ باندې جو بایډن ته ترجیح ورکوي او دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا یوازې اوه دیرش (۳۰) فیصده ښاریز د اوسني ولسمشر ټرمپ ملاتړ کوي .

دغه راز په تیرې نظر سنجې کښې چې د جون په اتلسمه (۱۸) نیټه ترسره شوي وه د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن د نهه څلویښت (۴۹) فیصدو او ولسمشر ټرمپ د یوڅلویښت (۴۱) فیصدو خلکو ملاتړ درلود .

د روان میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې تر نوي نظر پوښتنې وړاندې د جوبایډن او د ټرمپ اختلاف له اتو (۸) تر یولسو (۱۱) فیصدو پورې متغیر و خو اوس دغه واټن پینځلس (۱۵) فیصدو ته رسیدلی دی .

په امریکا کښې د  کورونا ویروس خپریدل ، د اقتصادي مشکلاتو او د بې کارۍ زیاتیدل او دغه راز په هیواد کښې د توکمپالنې پرضد د مظاهرو ډیریدل په تیرو اونیو کښې د ولسمشر ټرمپ په کړچار د خلکو د رضایت د  ډیر کمیدا سبب شوي دي .

parstoday.com

captcha