د پاکستان د جماعت اسلامی مرستیال مشر لیاقت بلوچ نن وویل ایران او چین د لسګونو میلیارډه ډالروطرحې اجرا کوی او دا موضوع چی سیمه ایز معادلات بدلوی ، د پاکستان په ګټه ده .
د پاکستان اوصاف ورځپانۍ هم ولیکل د ایران او چین د ۲۵ کلنې سټراتیجیکې ملګرتیا پروګرام د تهران ، اسلام اباد ، بیکنګ او ماسکو د سیمه ایز ایتلاف له جوړیدا سره مرسته کوی .
په یوکرین کی د پاکستان سفیر زاهد مبشر هم وویل نن سیمه د ډیرو مثبتو بدلونونو شاهده ده چی د پاکستان لپاره به ډیره ګټه ولری .
د پاکستان د دفاعی چارو کارپیژاندی محمود شاه هم وویل امریکا په سیمه کی د چین په کمزوری کولو پسې وه خو د اسلام اباد اوپیکنګ ګډون او د ایران او چین د ملګرتیاو پروګرام وضعیت د دغه هیواد په ګټه بدل کړی دی .
د پاکستان اکسپریس ټریبیون ورځپاڼۍ هم نن ولیکل د ایران او چین سټرآتیجیکې ملګرتیاوې د امریکا له ظالمانه بایکاټونو سره د مقابلې لپاره لاره چاره حسابیږی .
له دې مخکې د پاکستان په مشرانو جرګه کی د بهرنیو اړیکو د کمشن مشر مشاهد حسین سید هم د ایران او چین د سټراټیجیکو ملګرتیاو پروګرام د پاکستان په شمول د ګاونډیو هیوادونو لپاره ښه خبر بللې وو .