IQNA

له صهیونیسټي دښمن رژیم سره د اړیکو عادي کول شرعا حرام دي

23:40 - July 17, 2020
د خبر لمبر: 3483401
تهران (ایکنا) - د «فلسطین مسئله د الحاق او عادي کیدو تر مینځ» تر عنوان لاندې په غونډه کې د یمن او فلسطین ګډون کونکو له فلسطیني ملت څخه په ملاتړ ټینګار وکړ او د له دغه صهیونیسټي دښمن سره د اړیکو عادي کول شرعا حرام وبلل.

د یمن په پلازمینه صنعا کې، د «فلسطین مسئله د الحاق او عادي کیدو تر مینځ» تر عنوان لاندې د فلسطین او یمن سیاسي ډلو او ګوندونو په شتون سره غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې ګډون کونکو له فلسطیني ملت په ملاتړ او له صهیونیسټي رژیم سره د هر ډول اړیکو عادي کولو په مخالفت ټینګار وکړ.
په دغه ناسته کې د شتون لرونکو کسان د اعلان پر اساس، له اسرائیلي دښمن سره هر ډول اړیکې شرعا حرامې دي.
د یمن د خلکو د کانګریس مشر یونس هزاع په دغه ناسته کښې د فلسطین د مسئلې په اړه د دریځ په ثبات او پیړۍ تړون لغو کولو باندې ټینګار وکړ.
د یمن په انصار الله غورځنګ کې د فلسطین د دوتنې مشر حسن حمران هم اعلان وکړ: مونږ د فلسطین د خاوري هر وجب ازادولو لپاره له تاسو سره یوځای یو.
د یمن د الاشتراکي ګوند(سوسیالیسټ ګوند) استازی یحیی ابواصبع هم وویل: له بده مرغه، نن ورځ د عربي هیوادونو پیسې د فلسطین د خلکو پروړاندې په سازشونو او د فلسطین مسله له مینځه وړو لپاره په شرموونکو موافقو مصرف کیږي."
په یمن کې د اسلامي جهاد استازی احمد برکات هم له فلسطین ولس سره له یمنیانو پیوستون او ملاتړ هغه هم په داسې وخت کې چې عربي هیوادونه اړیکې عادي کوي. ستاینه وکړه.
3910911

captcha