IQNA

د طالبانو ډ لې د مرکچي ټيم ترکیب بدل شوی دی

13:17 - July 19, 2020
د خبر لمبر: 3483411
تهران (ایکنا) - دغه بدلون ددې ښودنه کوي ، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دتش په نامه سولې وروستۍ موافقه چې ډونالډټرمپ ورځيني د سیاسی استفادې نیّت درلود ، له ماتې سره مخ شوې او نوره هیڅ باؤر نه لري.
ځينو خبري سرچینو د طالبانو ډلې له خوا د کویټه په شورا کې اوهمداراز په قطرکې ددغې ډلې د مرکچي ټيم په مدیریّت کې د ځينوبدلونونو خبرورکړی دی.
 راپور ښئ ،طالبانو ډلې ددغې ډلې د پخواني مشرملاعمر دیرش کلن زوی ملایعقوب ددغې ډلې د پوځي مسئول  په توګه ټاکلی او د طالبان د رهبرۍشورا څلورغړي ئېهم د خپل شل کسیزمرکچي ټيم غړي کړي ديد دغه  بدلون په اساس،له دغه ټيم څخه د مولوی امیر خان متقي نامه حذف شوې او مولوی عبدالحکیم او مولوي ثاقب هم ددغه مرکچي ټيم غړي شوي دي .
  وئیل کیږي،دغه بدلون ،د طالبانو ډلې پرسیاسی او پوځي برخو د ملاهیبت ا... اخوندزاده دلازیات کنټرول په خاطر  شوی دی .
 دغه بدلون  ددې ښودنه کوي ، چې  په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ  دتش په نامه  سولې وروستۍ موافقه چې ډونالډټرمپ  ورځيني د سیاسی استفادې نیّت درلود ، له ماتې سره مخ شوې او نوره هیڅ باؤر نه لري.
 د افغانستان ولسمشر  اشرف غني  دتیرې پنجشنبې په ورځې په غزني کې پخپلو څرګندونو کې ټينګار کړی ، تر څو چې  د طالبانو په وسیله د حکومتي بندیانو  برخلیک معلوم نشي ، دسولې خبرې اترې په هیڅ نتیجه ورنکړي .  
captcha