IQNA

ترکیه کې افغان سفارت: وان اوبو کې د ډوب شویو ۲۴ افغانانو مړي رایستل شوي

23:15 - July 20, 2020
د خبر لمبر: 3483414
تهران (ایکنا) - په ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي چې د دغه هېواد په ختیځ وان سیند کې د ډوب شویو کډوالو له ډلې ۲۴ یې افغانان دي چې نن له اوبو رایستل شوي دي.

په ترکیه کې د افغان سفارت شارژدافیر حبیب احمد خنجاني ویلي چې د قربانیانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.
 د افغان رسنیو د خپاره شویو راپورونو سره سم  تر اوسه د ډوبې شوې کښتۍ د سپرو له ډلې د ۵۸ کسانو مړي له اوبو را ایستل شوي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې په یاده کښتۍ کې څو تنه سپاره وو. ترکي چارواکي وایي چې سیمې ته یې مرستندویان لېږلي او د ژغورنې عملیات دوام لري.
parstoday.com
captcha