IQNA

د افغانستان چاوراکی: په کنړ د پاکستان توغندی بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي

23:50 - July 21, 2020
د خبر لمبر: 3483418
تهران (ایکنا) - د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل: د افغانستان په شرق کې په کنړ ولایت د پاکستان توغندي بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي.
د کابل د رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان د ملي امنیت  شورا د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د پاکستان د پوځ لخوا په توغندي بریدونو کې له تاوان لیدونکو کورنو څخه کتنې خبر په ورکولو سره ویلې دي: دښمن له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره په مرسته هڅه کوي د افغانستان په خاوره کې تاسیسات او ودانۍ جوړې کړي. 
حمد الله زیاته کړه: دښمن ته به اجازت ور نکړو چې د افغانستان په خاوره کې وادنۍ جوړې کړي او د دوي توغندي بریدونه به هم بې ځوابه پاتې نشي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په دقیق توګه مشخص نکړه چې له دښمن څخه یې مراد کوم کسان دي.
په دې وروستیو کې، د پاکستان له خاورې څخه د توغندیو بریدونو له امله د افغانستان په شرق کې د کنړ ولایت استوګنې سیمې په نښه شوې وې او ځایی افغان چارواکې پاکستاني پوځ په دې کار تورنوي.
تهران پښتو راډیو
captcha