د قندهار د پولیسو مطبوعاتي دفتر نن په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل د طالبانو غړیو په «تخته پل» ولسوالۍ کښې په «ملیډیر» کلي کښې د پولیسو په مرکز برید وکړ او له کبله یې اوه(۷) پولیس مړه او څو نور ژوبل هم شول .
دغه راپور وايي چې په دغه برید کښې د طالبانو یوشمیر غړي مړه او ژوبل هم شوي دي .
قندهار ولایت په تیرو ورځو کښې د طالبانو ډلې د حملو د زیاتیدا کتونکی دی .
طالبانو په قطر کښې له امریکا سره د سولې د تش په نامه د ماتي خوړلي موافقې له لاسلیک کیدا وروسته له تیرو دریو (۳) میاشتو راهسې تراوسه د افغانستان په بیلابیلو سیمو حملې زیاتې کړي دي .