IQNA

ننګرهار کښې درې څلویښت طالبان مړه او ژوبل شوي دي

17:57 - July 23, 2020
د خبر لمبر: 3483429
تهران (ایکنا) - دننګرهار د والی ویاند وایی په عملیاتو کې په طالبانو پورې اړوند لس(۱۰) عرادی ډول ډول موټرې او زیاته اندازه وسلی او مهمات هم له منځه وړل شویدي

د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي د چهارشنبې له ماسپښینه دننګرهار ولایت دخوګیاڼیو ولسوالۍ د قیلغو په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر خلاف په پېل شویو عملیاتو کې نه یوازې داچې د غلته دامنیتي ځواکونو پر پوستو دمخالفینود ډله ییزو بریدونو پلانونه شنډ شول بلکې د دیارلس تنو پاکستاني طالبانو په ګډون یودیرش تنه وسله وال طالبان ووژل شو یو تن یی ژوندی ونیول شو او پنځلس تنه نور یی ژوبل شوي هم دي.
دننګرهار د والی ویاند وایی په عملیاتو کې په طالبانو پورې اړوند لس(۱۰) عرادی ډول ډول موټرې او زیاته اندازه وسلی او مهمات هم له منځه وړل شویدي.
دننګرهار د والي ویاند وویل په دغو بریدونوکې ملکی وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نده رسیدلی.
بل پلو که څه هم چې حکومتي سرچینې یې نه تایدوي خو په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې په دغو عملیاتوکې امریکایی ځواکونو پر وسله والو طالبانود بې پیلوټه الوتکې بریدونه هم کړي او په ویجاړو شویو موټرو کې دپولیسو هغه رنجر موټر هم ویجاړ شوي چې طالبانو په جګړه کې له پولیسو نیولی و.
شاهدانو همدارنګه ملکی وګړوته د مالي زیانونو داوښتو یادونه هم کړې .
وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. که طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دننګرهار دولایتی ادارې ادعا سمه راوخیژي نو دا به په دې وروستیو کې طالبانو ته دځاني او مالي زیان خورا دروند ګوزار وي.

پښتو راډیو

captcha