د ترکیې په زرګونو خلک د استنبول د ایاصوفیې موزې په جومات کې له بدلیدو څخه وروستو لومړي ځل د جمعې په لمونځ کې ګډون کولو لپاره د دې جومات شاو خوا سړکونو ته راټول شول.
تیره ورځ د ترکیې د دیني چارو د ادارې مشر د دې جومات لپاره درې امامان او پنځه موذن ټاکلې و.
د راپور پر اساس، ارباش، محمت بوینوکالین، فرخ مشتعر او بنیامین توپچواوغلو د ایاصوفیه جومات د امامانو په توګه معرفي شوې دي.