IQNA

د افغانستان حکومت د طالبانو ادعا رد کړه

23:54 - August 13, 2020
د خبر لمبر: 3483507
تهران(ایکنا) - اوا خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د طالبانو د ازاد شویو بندیانو د وژلو په هکله د دغه ډلې ادعا رد کړه .
هغه نن وویل د طالبانو  د ازاد شویو بندیانو د وژلو لپاره له داعش ترهګرې ډلې سره د افغانستان د حکومت د ملګرتیا کولو په هکله د طالبانو ادعا بې اساسه ده .
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ټینګار وکړ طالبان باید له دا ډول څرګندونو ډډه وکړي .
طالبانو د افغانستان د ولسمشر اشرف غني لخوا د دغه ډلې د څلورسوه (۴۰۰) بندیانو د خوشي کولو د حکم له لاسلیک کولو څو ورځې وروسته په یوې (۱) بیانیې کښې ادعا وکړه چې داعش ترهګره ډله د کابل له حکومت سره په سازباز کولو سره د طالبانو د بندیانو په وړونکي ګاډي د حملې نیت لري .
د افغانستان د سولې د مشورتي لوې جرګې غړیو تیره اونۍ له درې (۳) ورځې غونډې او خبرو اترو وروسته د طالبانو د څلور سوه (۴۰۰) خطرناکو بندیانو خوشي کولو ته رایه ورکړه چې د سولې د خبرو اترو د پیلیدا لپاره شرایط برابر شي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم دوه (۲) ورځې وروسته د طالبانو د دغو بندیانو د خوشي کولو حکم لاسلیک کړ .
تهران راډیو
captcha