د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې وبا د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۷۵۹ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه تنه مړه شوي هم دي.
د افغانستان روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې تر اوسه له یادې وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زر او ۳۸۳ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۷ زره او ۲۱۶ ته لوړ شوی دی.
تهران راډیو