طالانو نن په یوه خبرپاڼه کښې د افغانستان په امنیتي ځواکونو باندې په حمله کښې له القاعدې سره ددې ډلې د ملګرتیا په هکله د امریکې د دفاع وزارت (پینټاګان) نوې رپورټ رد کړی او دغه څرګندونې یې د معلومو او سپیرو اهدافو لپاره تبلیغات وبلل.
د طالب دلې په بیانیه کښې راغلي دي چې د پينټاګان دې راپارونکو رپورټونو افغانان د صلحې په هکله د امریکې په نیت شکي کړي دي.
طالبانو په خپلې خبرپاڼې کښې له امریکې سره د قطر په موافقې د دې ډلې په پابندۍ باندې په ټینګار سره زیاته کړې: د افغانستان د صلحې د بهیر هرډول خرابول او ورپسې یې پایلې د امریکې په غاړه دي.
یاده دې وي چې څه موده مخکښې په قطر کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د شوې موافقې له مخې، امریکا باید خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.