IQNA

په ایران کې د افغان کډوالوشتون قانونمند کیږی

19:45 - August 22, 2020
د خبر لمبر: 3483543
تهران (ایکنا) - لیوال د دې خبرې په کولو سره د افغانستانی کډوالو زیات شمیر په کرمان ولایت کې دی جوته کړه درست افغان کډوال په کرمان ولایت کې د کار او ژوند له وضعیته راضي دي او له سفارت سره په خپلو تماسونو کې د کرمان د بهرنیو کډوالو او ښاریزو د ادارې له ښې ملګرتیا رضایت لري

په ایران کی د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال  نن د کرمان له والی محمد جواد فدایی سره په کتنه کې  ایران ته د افغانستان د لوړ رتبه پلاویو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره زیاته کړه د دواړو هیوادونو ترمینځ د ټرانزیټ ، پانګونې ، تجارت او اقتصادی زمینو کې د سټراټیجیکې ملګرتیا جامع سند په نهایی پړاو کې دې .

لیوال د دې خبرې په کولو سره د افغانستانی کډوالو زیات شمیر په کرمان ولایت کې دی جوته کړه درست افغان کډوال په کرمان ولایت کې  د کار او ژوند له وضعیته راضي دي او له سفارت سره په خپلو تماسونو کې د کرمان د بهرنیو کډوالو او ښاریزو د ادارې له ښې ملګرتیا رضایت لري .

د کرمان والی هم د افغانستانی کډوالو لپاره د هویت د اسنادو له صادریدا او هویت ثبتیدا یو ارزښتمن اقدام وباله او ویې ویل په کرمان کی له اجازې پرته کډوالوشمیر  له مجوز لرونکیو کډوالو دوه برابره اټکل  کیږی .

د دغه راپور په اساس همدااوس په کرمان کی درې لکه افغان کډوال ژوند کوی .

تهران راډیو

captcha