IQNA

طالبانو د سولې خبرو د پیل لپاره د خپل پلاوي نومونه په ډاګه کړل

1:00 - August 28, 2020
د خبر لمبر: 3483554
تهران (ایکنا) - تر دې وړاندې افغان حکومت هم د بين‌الافغاني خبرو لپاره خپل پلاوی اعلان کړی دی او ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې دوحه کې بين‌الافغاني خبرې پيل شي.
د افغان رسندویو له راپور سره سم په دوحه کې د طالبانو سياسي دفتر له افغان حکومت سره د بين‌الافغاني خبرو لپاره د دې ډلې د ۲۱ کسيز پلاوي نومونه په ډاګه کړل.
په دې ۲۱ کسيز پلاوي کې ۱۳ کسان د طالبانو د مشرتابه شورا غړي دي.
دغه ۲۱ کسان په لاندې ډول دي:
مولوي محمد شېرمحمد عباس ستانکزی
شیخ عبدالحکیم
مولوي عبدالکبیر
مولوي نور محمد ثاقب
ملا محمذ ذاهد احمدزی
ملا شیرین اخوند
ملا عبدالطیف منصور
قاري دین محمد
ملا عبدالسلام حنفي
ملا عبدالمنان عمری
شیخ محمد قاسم ترکمن
ملا محمد فاضل مظلوم
ملا نورا... نوري
ملا عبدالحق وثیق
مولوي مطیع الحق خالص
محمد سهیل شاهین
ملا محمد نبي عمري
انس حقاني
خیرا...خیرخوا
مولوي شهاب الدین
ملا فرید
تر دې وړاندې افغان حکومت هم د بين‌الافغاني خبرو لپاره خپل پلاوی اعلان کړی دی او ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې دوحه کې بين‌الافغاني خبرې پيل شي.
که څه هم ټاکل شوې وه، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې وختي پيل شي، خو د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب بنديانو نه خوشي کول او دغه راز د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي ډېرول د دې خبرو پر وړاندې خنډ شول او تر دې مهاله نه دي پيل شوې.
تهران راډیو
captcha