IQNA

اسماعیل هنیه لبنان ته ورسید

0:27 - September 02, 2020
د خبر لمبر: 3483569
تهران (ایکنا) - د حماس د اسلامي مقاومت د غورځنګ سیاسي دفتر مشر، نن د لومړي ځل لپاره له ۲۷ کال وروستو لبنان ته سفر وکړ.

د حماس د اسلامي مقاومت د غورځنګ سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه، له ۲۷ کال وروستو لومړي ځل لپاره لبنان ته سفر وکړ او اوس هم په دغه هیواد کې شتون لري.
په لبنان کې د حماس د دفتر استازۍ علي برکه له هنیه پخیر راغلۍ وکړ او وې ویل چې په ۱۹۹۳ کال کې له جلاوطنۍ وروستو فلسطین ته بیرته راستنیدو وروستو دا د هغه لبنان ته لومړي سفر دی.
د حماس د سياسي دفتر مشر لبنان ته په دې سفر کې له لبناني چارواکو سره کتنه کوي او د اماراتو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځه د اړیکو په اړه به خبرې اترې کوي.
هم په دې اړه، اسماعیل هنیه به د فارس ختیځ څو نورو هیوادونو ته هم سفر کوي تر څو په رسمي توګه د اسرائیلو او اماراتو د اړیکو په اړه د هغوي مخالفت ترلاسه کړي.
3920386

captcha