فرانسوی خپرونې شاری ابدو یوځل بیا په یوه نوی سپین سترګی توب کې د اسلام د عظیم الشان پیغمبر په اړه جنجالی کارټونونه بیا خپره کړل .
دغه فرانسوی مجلې هغه کارټونونه چی د لومړی ځل لپاره یې په ۲۰۰۵ میلادی کال کی خپره کړی وو ، بیا خپره کړل .
د شارلی ابدو خپرونې سپکونکی انځورونه او کارټونونه په ځلونو جنجالی شوی دي .
په ۲۰۱۵ کال کی هم دغې فرانسوی خپرونې د اسلام د ګران پیغمبر پرضد سپکونکې اقدام کړی وو چی د نړۍ د مسلمانانو کرکه او غوسه یې راپارولی وه .
په وروستیو کلونو کې په لویدیځو هیوادونو کې له اسلام سره د دښمنۍ اقدامات او له اسلامه د ویرولو د ښکارندې دودیدا د مسلمانانو ټولنې لپاره وخت سخت کړې دې.
تهران راډیو