د فلسطین د عالمانو شورا د شارلي ابدو لخوا د سپکاوي اقدام محکوم کړ، په لبنان کې د فلسطین د عالمانو د شورا رسمي خبریال شیخ محمد موعد د فرانسوي نشریې شارلي ابدو د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د بیا سپکاوي کولو اقدام محکوم کړ.
هغه وویل: دا په حقیقت کې یو جنایت دی او مونږ په فرانس کې د چارواکو او لوړو مقاماتو لخوا د دغه عاملانو د سزا منتظر یو.
په دوام کې شیخ موعد اسلامي او عربي نړۍ له مقدس ځایونو او شخصیتونو په دفاع کې د خپلې وظیفې ادا کولو غوښتنه وکړه.
شارلي ابدو د فرانس کیڼ اړخې او مزاحیه مجله ده او کار یې سپکاوی دی او د محتوا له نظره مذهب خلاف لیکنې چاپ کوي، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو کې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په موضوع کارتون خپور کړ چې د اسلامي هیوادونو مسلمانانو په سختۍ سره وغندلو او لاریونونه یې پيل کړ.