د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان د پکتیا ځايي چارواکي وايي په دغه ولایت کې یو دیني عالم او یو حافظ قران وژل شوي دي.
د پکتیا له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وسله والو طالبانو ددغه ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اړوند نوزي خوله سیمه کې د مولوي مهاجر په نوم یو دیني عالم او د قاري عبدالعزیز په نوم یو حافظ قران وژلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې طالبانو دغه کار د منبر غږ د خاموشه کولو په خاطر تر سره کړی دی.
سرچینه کاږي مولوي مهاجر یو سوله غوښتونکي انسان وو چې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یې د جامع جومات د امام په توګه دنده تر سره کوله.
د معلوماتو له مخې وژل شوي دواړه کسان د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي چې د کار د ترسره کولو لپاره څمکنیو ولسوالۍ ته تللي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
تهران راډیو