IQNA

ایران رسول الله مبارک ته د شارلی ابدو خپرونې سپکاوې په کلکه وغنده

13:33 - September 04, 2020
د خبر لمبر: 3483579
تهران (ایکنا) - د اسلام ګران پیغمبر او نورو الهی پیغمبرانو ته هر ډول سپکاوې او بی احترامی په هیڅ وجه د منلو نده .
 ایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده د فرانسوی خپرونې شاری لبدو په وسیله د اسلام د ګران پیغمبر ص د سپکونکیو انځورونو خپرول په کلکه وغندل . ده جوته کړه د اسلام ګران پیغمبر او نورو الهی پیغمبرانو ته هر ډول سپکاوې او بی احترامی په هیڅ وجه د منلو نده . د ایران د خارجه وزارت ویندوی جوته کړه د فرانسوی خپرونې سپکونکې اقدام چی د بیان د ازادۍ په پلمه تکرار شوی دې ، د دنیا د موحدانو د احساساتو د داغی کیدا ، یو لمسونکې اقدام ، اسلامی ارزښتونواو څه د پاسه یو میلیارډ مسلمانانو عقیدو ته سپکاوې دې .
فرانسوی خپرونې شاری ابدو یوځل بیا په یوه نوی سپین سترګی توب کې د اسلام د عظیم الشان پیغمبر په اړه جنجالی کارټونونه بیا خپره کړل .
دغه فرانسوی مجلې هغه کارټونونه چی د لومړی ځل لپاره یې په ۲۰۰۵ میلادی کال کی خپره کړی وو ، بیا خپره کړل .
د شارلی ابدو خپرونې سپکونکی انځورونه او کارټونونه په ځلونو جنجالی شوی دي .
په ۲۰۱۵ کال کی هم دغې فرانسوی خپرونې د اسلام د ګران پیغمبر پرضد سپکونکې اقدام کړی وو چی د نړۍ د مسلمانانو کرکه او غوسه یې راپارولی وه .
په وروستیو کلونو کې په لویدیځو هیوادونو کې له اسلام سره د دښمنۍ اقدامات او  له اسلامه د ویرولو د ښکارندې  دودیدا د مسلمانانو ټولنې لپاره وخت سخت کړې دې .
تهران راډیو
captcha