په دې کتنه کې چې د هنیه د مرستیال صالح العاروري او د هغه د پلاوی په شتون کې ترسره شوه، د فلسطین د پوځي او سیاسي بدلون، د لبنان او سیمې خطرو چې د فلسطین مسئله ګواښې په شمول د قرن معامله، د عربي هیوادونو له رژيم نیواکګر سره د اړیکو عادي کول او د اسلامي امت د مسئولیت په اړه خبرې اترې وشوې.
په دې کتنه کې همداشان د مقاومت د محور ثبات او له دباؤونو او ګواښونو سره مقابلې باندې ټینګار وشو.
په دې اړه د حزب الله په بیاینه کې راغلي: په دې کتنه کې د حماس او د حزب الله ترمینځه د اړیکو د ټینګښټ، چې د ایمان، رورولۍ، جهاد، د ګډ سرلیک، د دواړو ترمینځه د همکارۍ او همغږۍ پراختیا باندې ټینګار وشو.
3921130