IQNA

قطر کښې د افغانستان د سولې خبرې پیلیږي

23:49 - September 06, 2020
د خبر لمبر: 3483591
تهران (ایکنا) - د افغانستان د حکومت او د بیلابیلو ښکیلو ډلو ترمینځ د سولې خبرې اترې به د قطر په پلازمینې دوحې کښې پیل شي.
دغه خبرې اترې د بندیانو د تبادلې په هکله د اختلافاتو په دلیل ځنډول شوي وې .
د طالبانو پلاوی قطر ته رسیدلی دی او د افغانستان د حکومت پلاوی به هم نن دوحې ته ورسیږي .
د افغانستان د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور وویل د حکومت مرکچي پلاوی په بشپړه ډول چمتو دی چې نن دوحې ته ولاړ شي .
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین  رسنیو ته وویل چې د طالبانو د پلاوي غړي پرون قطر ته ورستانه شوي دي .
د افغانستان د چارو کارپیژاند او د پاکستان مشهور خبریال رحیم الله یوسفزي وویل زه باوري یم چې طالبان به سمدستي اووربند ته راضي نشي او زیاته یې کړه چې دغه ډله به ورپسې مرحلې کښې او  په پړاویز ډول اووربند ته تیاره شي .
د افغانستان پخواني ډیپلوماټ او د اټلانټیک د شورا غړي عمر صمد وویل دا د هیواد په شخړه کښې نوي پیلامه ده کومه چې تراوسه ډیر نامعلوم شیان لري .
هغه وویل مونږ اوس د جنګ ختمیدا ته رسیدلی یوو خو دا معلومه نه ده چې دغه جګړه څومره ستونزمنه ده او څومره به مشکله وي .
تهران راډیو
captcha