د یمن په شمال لویدیځ کې په حجه ولایت کې د روغتیا وزارت دفتر نن وویل د پیټرولو د ختمیدا په دلیل په «خیران المحرق» سیمه کې د «یاسر وثاب» روغتون طبي خدمات بند شوي دي .
هغه وویل په یمن کې څه د پاسه څلور سوه (۴۰۰) حکومتي او خصوصي روغتونونه د سونګو او د پیټرولو له کړکیچ سره مخ دي او په راتلونکو ورځو کې به زیات روغتونه بند شي .
د یمن د روغتیا وزارت ویاند یوسف الحاضري په دې خبرې سره چې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د یمن د سونګو د وړونکو کشتیو نیول هماغه راز دوام لري وویل نړیوالې ادارې په یمن کې انساني کړکیچ ته پام نه لري .
د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف څه د پاسه پینځه () میاشتې کیږي چې د یمن د سونګو یویشت (۲۱) کشتۍ یې نیولي دي .
تهران راډیو