IQNA

له ۲۰۰ زياتو مسلمانو عالمانو له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو بحالول حرام اعلان کړل

8:09 - September 09, 2020
د خبر لمبر: 3483598
تهران (ایکنا) - له دوو سوو زياتو مسلمانو ديني عالمانو پرون له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو د حراموالي فتوا جاري کړه.
دغه ګډه فتوا د مسلمانو علماؤ د نړيوالې اتحاديې لخوا چې مرکزي دفتر يې د قطر په دوحه کښې دے خپره شوه. د مسلمانو علماو دغه غونډه د يډيو کانفرنس له لارې جوړه شوه چې پکښې د نړۍ سترو علماء ګډون وکړ.
 د مسلمانو علماو د نړيوالې اتحاديې په دغه فتوا اعلان اوشو هغه څه چې د ځينو عربو هېوادونواو اسرائيلو ترمېنځ رامنځته شوي دي په پوره معنې روغه جوړه او جنګ بندي نه ده بلکه له ډېرو مقدسو او له برکت نه ډکو زمکو څخه په شاتګ دے.
د دغې فتوې له مخې د دا ډول موافقې د نيواکګر او غاصب دښمن په رواوالي اعتراف، د اسرائيلو او د دغه رژيم لخوا لخوا د فلسطينيانو قتل، د هغوي کډه په سرکول او نور جنايتونه  په رسميت پېژندل دي چې له شرعي، قانوني او انساني لحاظه حرام دي.
په فتوا کښې همدارنګ راغلي دي، دغه اقدام د فلسطين د ټولې خاورې د نيولو او قبضه کولو لپاره د دښمن د لا مضبوطولو په معنا دي.
تهران راډيو
captcha